IQNA

سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي وائي!

حج د اسلامي هیوادونو د قاریانو ترمینځ د تعامل لپاره یو فرصت  دی

10:30 - June 02, 2025
د خبر لمبر: 3491209
ایکنا - د نور قرآني کاروان تر ټولو ځوان قاري، سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي، وویل: د نور قرآني کاروان د هر غړي د ماموریت ترڅنګ، دا معنوي سفر یو داسې فرصت برابروي چې د اسلامي هیوادونو قاریان له یو بل سره اړیکې ټینګې کړي او د یو بل له تجربو څخه ډېره ګټه پورته کړي. 

د هیواد یو تکړه قاري او د ۱۴۰۴ کال د حج لپاره د نور قرآني کاروان غړی سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي، له ایکنانیوزسره په خبرو کې، د تېر کال په عراق کې د سردار شهید حاج قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په مناسبت د قرآني محفلونو  د تجروبې یادونه وکړه او وې ویل: د حج په سفر کې د تلاوت فضا له نورو محفلونو سره ډېر  توپیر لري. دا توپیر د حج د معنویت او حساسیت له امله دی او یقیناً د ځوانو قاریانو لپاره په نړیوالو تلاوتونو کې یوه بېله تجربه ده. 

هغه زیاته کړه: زه په دې  ډېر خوشحاله یم چې د نړیوالو او تجربه کارو قاریانو ترڅنګ د نور قرآني کاروان او د وحي ټاټوبی ته د سفر کولو چانس مو ترلاسه کړی. له همدې امله، خپله ټوله هڅه مې کړې چې د هغو دندو ترڅنګ چې مامور شوی یم، د دغې تجربه کارو ملګرو ترڅنګ خپلې تجروبې زیاتې کړم. 

د ځوانو قاریانو د ملي ټیم غړي وویل: د کاروان د پروګرامونو او د تلاوت لپاره د رامنځته شویو فرصتونو ترڅنګ، باید له رامنځته شوي ظرفیت څخه پوره ګټه پورته کړو.یو له دې فرصتونو څخه د نورو هیوادونو د قاریانو احتمالي حضور دی چې یقیناً دوی به هم په منظم یا انفرادي ډول د تلاوت محفلونه جوړ کړي.نو د نور قرآني کاروان غړي،په ځانګړي توګه ځوانان، کولای شي د غیر ایراني قاریانو سره د همغږي شویو اړیکو په چوکاټ کې تعامل وکړي. 

هغه په پای کې وویل: یو له هغو موضوعاتو څخه چې ددې کاروان قاریان ئې په پام کې نیولی شي،د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو پر وړاندې غبرګون دی.د حج د ټولو ګډونوالو ګډه ژبه قرآن دی،نو د هغو آیتونو په تلاوت سره چې د مظلوم د دفاع او د ظالمانو پر وړاندې د مقاومت مضمون لرلی شو ، خپل انساني او شرعي مسوولیت ادا کولی او د حق غوښتنې غږ پورته کولی شو. 

باید ووئيل شي؛ د ۱۴۰۴ کال د حج تمتع لپاره د نور قرآني کاروان په ۱۴ قاریانو کې، سید محمد مهدي شیخ‌الاسلامي چې ۲۱ کاله عمر لري، تر ټولو ځوان دی.

https://iqna.ir/fa/news/4285591

captcha